د بغلان د پاسپورټ امریت وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۲۵۰۶ پاسپورټونه د دغه ولایت اوسېدونکو ته ورکړي دي.

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یاد شمېر پاسپورټونو د وېش له لارې څه باندې ۱۳۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

برهاني زیاتوي چې په بغلان کې د ورځې له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو ته پاسپورټونه ورکول کېږي.

Share.