د ميدانوردګ کليو پراختيا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، د اوبورسولو په برخه کې ۱۱۰ پروژې بشپړې او ګټېاخېستنې ته سپارل شوي دي.
د کليو پراختيا او بیارغونې رياست رییس مولوي راشد، میدانښار کې خبریالانو ته وویل، دغه ۱۱۰ پروژې د يونېسف، ډاکار او يونفس مرستندويه موسسو په مرسته بشپړې شوې چې شاوخوا ۴۷ ميليونه افغانی لګښت پرې راغلی دی.
د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې ۳۲ د اوبو شبکې او ۸۷ څاګانې شاملې دي چې ۳۲ څاګانې يې نوې کيندل شوي او ۵۵ نورې ترميم شوې دي.
د نرخ ولسوالي یوه اوسېدونکي محمداجمل سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په دغه ولایت کې څه باندې سل رغنیزې پروژې بشپړې شوې دي.
نوموړی ټینګار کوي چې دغه پروژې دې د میدان وردګ ولایت لرو پرتو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
میدانوردګ کې له دې وړاندې هم ګڼشمېر رغنیزې پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوي چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته یې، ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته کړي دي.
میدان وردګ کې 110 رغنيزې پروژې بشپړې شوې