د لوګر د اقتصاد ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او نن ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت د اقتصاد ریاست رییس انجینیر محمدحامد مظلومیار، پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، له بشپړو شویو پروژو ۳۵ بنسټریزې پروژې د سرپرست حکومت له بودیجې او پاتې یې، د نړیوالو موسسو په همکارۍ د تېرو لسو میاشتو په موده کې پلې شوې دي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په بشپړو شویو پروژو کې دولتي ادارو ته ودانۍ، ښوونځيو ته ودانۍ، کانالونو، کارېزونو، لوي لارو جوړول او بیارغول شامل دي.

Share.