د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغاني د ارزښت د ساتنې او ثبات لپاره به نن (چهارشنبه، د مرغومي ۱۹مه) ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
دې بانک له ټولو بانکونو، د صرافۍ شرکتونو او د پولي خدمتونو وړ کسانو څخه غوښتنه کړې چې په دې لیلام کې ګډون وکړي.
مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
دې بانک لیکلي: «په اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه جواز نه لري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د ټاکلې مودې په ترڅ کې خپل پاتې پیسې په یوه ځل نغدې د افغانستان بانک ته وسپاري.»
مرکزي بانک تر دې وړاندې هم څو ځله د افغاني د ارزښت د ساتنې په موخه په داوطلبۍ کې میلیونه ډالر لیلام کړي دي.