د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د پراخې اورلګېدنې له امله، له ۳۰ زرو زیات خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې دا اورلګېدنه د تېري ورځې سې شنبې (د مرغومي ۱۸مه) په ماسپښین د «پاسیفیک پالیسید» په ځنګلونو کې، چې د کالیفورنیا په لویدیځ لاس انجلس کې موقعیت لري، رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، د سختو بادونو او طوفان له امله دا اورلګېدنه د لاس انجلس په یوه شتمنه سیمه کې پېښه شوې ده.
د لاس انجلس د اور وژنې چارواکو اعلان کړی چې په دې اورلګېدنه کې یو شمېر استوګنیز کورونه له منځه تللي دي او ۱۳ زره نور کورونه د اور د خطر سره مخ دي.