د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نن (دوشنبه، د سلواغې ۸مه) د ۲۰۲۵ کال د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین د ملي فرعي کمپاین په مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، جنوب ختیځ او شمال ختیځ زونونو کې د ۱۶ ولایتونو په کچه پیل شو.

د اعلامیې له مخې، دا کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې د دریو ورځو لپاره (د جنورۍ ۲۷ تر ۲۹ پورې) ترسره کېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې پړاو کې به د پنځو کالو څخه د کم عمره شاوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نورجلال جلالي، د دې کمپاین د پیل په اړه ویلي: «د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د خپلو شریکانو په مرسته د ماشومانو ګوزڼ ویروس په افغانستان کې ودروي. موږ هڅه کوو چې د پولیو واکسین کمپاینونه او نور صحي خدمات جاري وساتو ترڅو په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ بشپړ له منځه وړلو هدف ته ورسیږو.»

په ورته وخت کې، د زابل یو شمېر واکسیناتوران اندیښنه څرګندوي چې د کور په کور د واکسین د تطبیق نه ترسره کېدو له امله ځینې ماشومان له دې واکسین څخه بې‌برخې پاتې کېږي.

محبت‌الله، چې په زابل کې واکسیناتور دی، وایي: «پخوا به مو کور په کور واکسین تطبیق کاوه، خو اوس په ټاکل شوې سیمه کې یوو او خلکو ته اعلان کوو چې خپل ماشومان واکسین کړئ. په دې کې ځینې کورنۍ بې‌پروایي کوي او ماشومان یې د واکسین لپاره نه راوړي.»

موسا کلیم، بل واکسیناتور په زابل کې، وایي: «اوس ماشومان په جوماتونو کې واکسین کوو، هڅه کوو چې ټول ماشومان واکسین کړو، خو ډېری کورنۍ خپل ماشومان د واکسین لپاره نه راولي. موږ له سیمه‌ییزو مشرانو غواړو چې په دې برخه کې عامه پوهاوی وکړي.»

په همدې حال کې، ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره د واکسین کور په کور تطبیق غوښتنه کوي.

احمدالله، د زابل یو اوسېدونکی، وایي: «له مسوولینو غواړو چې واکسین کور په کور تطبیق کړي ترڅو ماشومان له دې واکسین څخه محروم نه شي او خلکو ته زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.»

علي، د ننګرهار یو اوسېدونکی، له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره واکسین کړي. «زموږ په کور کې پنځه ماشومان شته چې واکسین ترلاسه کوي، او رضاکاران پر خپل وخت راځي. له نورو کورنیو غواړو چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له دیني عالمانو، قومي مشرانو، پلرونو، میندو او د ټولنې بانفوذه کسانو غوښتنه کړې چې واکسیناتوران ملاتړ کړي. «مهمه ده چې دیني عالمان، قومي مشران، والدین او د ټولنې بانفوذه کسان په ټول هېواد کې واکسیناتوران ملاتړ وکړي ترڅو هغوی د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپلو ماشومانو روغتیا وساتي.»

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې نه ده له منځه تللې.

Share.