د ا.ا مشر د پرېکړې له مخې، په ډېرو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې د وېش لړۍ پیل شوې ده.

تر دې مهاله، د پلازمېنې کابل څلورو خواوو ته شاوخوا ۴ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، او ۲۰ زره جریبه ځمکه قندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو ته، ۱۰ زره جریبه کندز ته، او د نورو ټولو ولایتونو لپاره یو زر جریبه ټاکل شوې، چې وېشل به یې ژر پیل شي.

د تولیدي فابریکو خاوندان دا اقدام د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د صنعتکارانو د فعالیتونو د اسانتیا لپاره اغېزمن ګڼي.

ځینې فابریکې‌ لرونکي د دې پرېکړې ستاینه کوي، خو له حکومته غواړي چې د برېښنا د کمښت او نورو شته ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۵ زره واړه او لویې تولیدي فابریکې فعالیت لري چې له ۴۰۰ زره زیات کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

Share.