د زابل محلي مسؤلان وايي چې د دې روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې بخت‌الرحمن شرافت، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین؛ محب‌الله حماس، د زابل مرستیال والی؛ میرویس افغان، د زابل د عامې روغتیا رییس او نور مسؤلین ګډون کړی وو.

بخت‌الرحمن شرافت وویل چې دا روغتون د ملګرو ملتونو د پناهندګانو چارو لوړ کمیشنر (UNHCR) د مالي ملاتړ په مرسته جوړ شوی دی.

هغه ټینګار وکړ: “دا روغتون د UNHCR د مالي مرستې په مرسته د زابل مرکز باباګک سیمه کې د ۲۶۴۰ متره مربع په ځمکه جوړ شوی دی.”

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین زیاته کړه چې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان به د دې روغتون له صحي خدماتو ګټه واخلي.

Share.