د خوست ولايتي مسوولان وايي چې د عليشرو ولسوالي د مرګونې پېښې په تړاو یې، دوه شکمن کسان نيولي دي.

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربزویلی چې بيګاه شپه ۹:۰۰ د عليشرو ولسوالي د ابوخانې سيمه کې وسله‌والو د يوې کورنی لس غړي په ډزو وژلي وو.

ګربز وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، داسې برېښي چې پېښه د شخصي دښمني له امله رامنځته شوې.

هغه وويل چې نن سهار د يادې ولسوالي په مربوطاتو کې امنیتي ځواکونو له لوري دوه کسان نیول شوي او پرې شک دی چې یاده پېښه کې لاس لري.

هغه دغه راز وويل چې له یادو کسانو څیړنې روانې دي چې وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

په بېګانۍ پېښه کې دوه نارینه،، درې مېرمنې او پنځه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Share.