د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی راشد خان د کرېکټ د نړۍ لومړی توپاچوونکی شو.
هغه د نړیوال کرېکټ په تاریخ کې د ۲۰ اوریزو سیالیو تر ټولو زیاتو وېکټو اخیستلو ریکارډ پخپل نوم ثبت کړی دی.
د راپورونو له مخې، راشد خان تر اوسه په ۲۰ اوریزو کرېکټ سیالیو کې ۶۳۳ وېکټې اخیستې دي.
نوموړي په دې اړه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «د خدای شکر ادا کوم چې یو بل لاستهراوړنه مې د کرېکټ په نړۍ کې ثبت کړه. هر څه چې یو د هېواد لپاره یو، او هر پرمختګ مو د هېواد لپاره دی.