د روسیې یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ادعا کړې چې د یاد هېواد لوېدیځ کرسک کې یې، له اوکرایني ځواکونو ۸۰۰ کیلومټره مربع سیمې نیولې ده.
د روسیې د لوی درستیز د ځانګړو عملیاتو مشر جنرال سرګي رودسکوی له یوې ورځپاڼې سره مرکه کې ویليچې روسیه د جګړې په ټولو خواوو کې پرمختګ کړی او اوکراین د ۲۰۲۴ کال د فبروري راهیسې د روسیې د لوی برید راهیسې دفاعي حالت ته اړ اېستل شوی دی.
دی وايي چې روسي ځواکونو د پام وړ سیمې نیولي دي.
رودسکوي زیاته کړه چې روسیه اوس د اوکراین پر دونیتسک، ژاپورېژیا او خرسون سیمو ۷۵سلنه او د لوهانسک سیمې له ۹۹سلنې څخه ډېره سیمه کنټرولوي.
هغه وویل چې دا څلور سیمې اوس په قانوني ډول د روسیې برخه دي او هېڅکله به اوکراین ته بېرته ورنهکړل شي.