د پکتيا محلي مسوولان وايي چې بېګاه شپه، کب دویمه، د کابل- ګردېز لویه لاره د تېرېکنډو کې د واورې اورښت له امله تړل شوې ده.
د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، تېرې کنډو کې د زياتې واروې اورښت او له غرونو د وارې ښوویېدو له امله ياده لاره د ترافیکو پر مخ تړلې.
نوموړي زیاته کړه چې له غرونو څخه واوره سړک ته راښویه شوې، خو چا ته پهکې زيان نهدی اوښتی او د لارې پاکولو لپاره امنيتي ځواکونه او ماشينونه سيمې ته لېږدول شوي دي.
د پکتيا ټولګټورياست د ودانیزو چارو امر محمدرسول هم وويل چې د ورځې جریان کې به لاره بېرته خلاصه شي.