د کاپیسا د امنیې قومانداني مسؤولین وایي، چې په دې ولایت کې دوه مېرمنې د سکرو د سوځېدو له امله د ګازو د تنفس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند، عبدالفتاح فایز، وایي چې دا پېښه پرون ماسپښین د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ په یوه کور کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې یو سړی هم مسموم شوی دی.
د فایز په وینا، دا پېښه د تودوخې د وسایلو د ناسمې کارونې له امله رامنځته شوې ده.
اقتصادي ستونزې او د سون موادو ناسم استعمال د دې لامل کېږي، چې یو شمېر وګړي د ژمي په موسم کې د ګازو له کبله له ستونزو سره مخ شي.