اروپایي اتحادیې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې، چې د غزې د نیولو په اړه یې کړي، اعلان کړی چې غزه به د راتلونکي فلسطین نه بېلېدونکې برخه وي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اروپایي اتحادیې دا موضوع پرون یاده کړې او ټینګار یې کړی چې دا اتحادیه د فلسطینیانو او اسرائیلیانو لپاره د دوه دولتونو حل ته ژمنه ده.
اروپایي اتحادیې ویلي: “موږ د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته پام کړی؛ اروپایي اتحادیه د دوه دولتونو حل ته پیاوړې ژمنتیا لري؛ دا حل یوازینی لاره ده چې اسرائیلیانو او فلسطینیانو ته اوږدمهاله سوله راولي.”
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې هېواد به یې د فلسطیني کډوالو له ځای پرځای کولو وروسته، د غزې کنټرول په لاس کې واخلي.