د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ شاروالۍ د دې ادارې له بودجې څخه د ملاقلي بازارک د جويچو د جوړولو کار پيل کړی دی.

محمد نادر احمدي، د عرفان انعام د ساختماني، سړک جوړونې او لوژستيکي شرکت مسوول، وايي چې دا پروژه د کلیوال ګروپ د شرکتونو د مجتمع په چوکاټ کې قرارداد شوې ده او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به يې کار په اساسي او پاخه ډول بشپړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

Share.