چین له پاناما غوښتنه کړې چې د یاد هېواد د «یوې لارې او یوه کمربند» اړوند پروژې څخه د وتلو په تړاو بیاکتنه وکړي او «سمه پرېکړه دې وکړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ژاو ژویان بېجېنګ کې د پاناما له سفیر سره لیدلي او په دې تړاو یې، شکایت ورته کړی دی.

ژاو ویلي چې بېجېنګ په دې اړه اندېښمن دی او په وینا یې، دغه پرېکړه د پاناما په ګټه نه‌ده.

د چین بهرنیوچارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «هیله ده چې پاناما به بهرنۍ لاسوهنه له‌منځه یوسي او د دوه اړخیزو اړیکو د عمومي وضعیت او د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو د اوږدمهاله ګټو پربنسټ به سمه پرېکړه وکړي.»

ټرمپ ادعا کوي چې چین د پاناما کانال کڼترولي او د لوړې په مراسمو کې یې، ژمنه وکړه چې له پاناما به دغه کانال بېرته اخلي.

د پاناما کانال ۸۲ کیلومټره مټره اوږدوالی لري او هر کال له دې کانال ۱۴زره کښتۍ تګ‌راتک کوي چې له سوداګریزه اړخه خورا ارزښت لري.

چین له ۲۰۱۷ کال راهیسې پاناما کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې.

Share.