د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاست د پروګرام له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لایم سلفر تطبیق پروګرام د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د دې ولایت په امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو کې پیل کړی دی.

صلاح الدین واحدي، د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د زراعتي چارو آمر وايي، دا پروګرام تر ډېره د تاکونو او مثمرو ونو له شنه کېدو مخکې عملي کېږي، چې د باغونو او انګورو د بڼونو د ناروغیو د خطرونو په کمولو کې مهمه اغېزه لري.

د نوموړي په وینا، د کندز د کرنې ریاست تخنیکي ډلې د باغدارانو په همکارۍ او له تخنیکي اصولو سره سم، د لایم سلفر محلول په بڼونو او باغونو کې تطبیق کړی او همدارنګه یې کروندګرو ته د دې مادې د سمو استفادې او د تطبیق د مناسب وخت په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

باید وویل شي چې د دې ولسوالیو باغدارانو او کروندګرو د یاد پروګرام تود هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې دا ډول وقایوي پروګرامونه دې په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې لایم سلفر (Lime Sulfur) په افغانستان کې اکثره وخت د ګوګرد آهکي په نوم یادیږي. دا ترکیب یوه وقایوي او ضدعفوني کوونکې ماده ده چې د باغونو او انګورو د بڼونو د فنجي ناروغیو او نباتي آفتونو د کنټرول لپاره کارول کېږي.

Share.