د غزني ولایت د ناوه ولسوالۍ په فيضو کلي کې د ۱۹ میلیون افغانیو پر لګښت د اوبو بند د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي( سرپرست) محمد یونس اخندازاده د دې ولسوالۍ ولسونو ته د وینا پر مهال ويلي: « تاسې هغه خلک ياست، چې تل له مجاهدينو سره اوږه پر اوږه ولاړ وﺉ او اوس مونږ ستاسې په خدمت کې يوو او له خپلو امکاناتو سره سم به ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوو.»
نوموړي زیاته کړې؛ د دې بند د کار په بهیر کې به «لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او له بشپړېدو سره به يې د دې کلي د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه وساتل شي.»
ویل کیږي، چې د اوبو دغه بند به ۲۱۰ مټره اوږدوالی، ۶ مټره لوړوالی او د ۳ زره مټر مکعب اوبو زيرمه کولو وړتیا ولري.

Share.