د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي پر یمن د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د یمن ملت بریالی دی او مقاومت یوازینۍ لار ده.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «هغه څه نن چې نن د امریکا او ملاتړو د وېرې لامل یې، شوي، د مسلمان ملتونو مقاومت دی او دا مقاومت به اغېزمن وي.»
امریکا له تېرې ورځې راهیسې په یمن کې د حوثي ډلې پر بېلابېلو مرکزونو او سیمو هوايي بریدونه پیل کړي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مارچ ۱۷مه راپور ورکړی چې په یادو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ ته لوړ شوی او یوشمېر نور بیا ټپیان شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي چې پر حوثیانو به تر هغو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې یادې ډلې په سره سمندر کې د اسراییلي کښتیو له وېشتلو لاس نهوي اخیستی.