د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه نن یو ځل بیا د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ناسته کیږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه رییس شاکرالله ساپی وایي، ټاکل شوې نن دوشنبه، ۲۷مه، د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستل‌کېدو په موخه ډېورنډ فرضي کرښې دېخوا تورخم ښارګوټي کې دویمه ناسته جوړه شي.

شاکر الله په وینا، یاده ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مشرۍ برابره شوې چې له افغان لوري به ٢٧ سوداګر او له پاکستاني
لوري ٣٧ سوداګر او قومي مشران په په یاده ناسته کې ګډون کوي.

د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دا ناسته داسې مهال کېږي چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د دواړو لوریو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستل‌کېدو په موخه لومړۍ ناسته بې‌پایلې او دویمه ناسته هم لغوه شوې وه.

Share.