د کندز والي، الحاج ملا محمد خان دعوت، د یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو په ملتیا د کندز حوزوي روغتون ته ولاړ، هلته یې د وروستي ځانمرګي برید له ټپيانو سره لیدنه وکړه. د ټپيانو سره یې د روغتیا په اړه خبرې وکړې او د عاجلې شفا لپاره یې دعا وکړه.
د کندز والي د ټپيانو د درملنې او ملاتړ لپاره نغدي مرستې وکړې، ترڅو د هغوی درملنه او پاملرنه ښه تر سره شي. نوموړي د ټپيانو د کورنیو غړو ته ډاډ ورکړ چې ځایي مسؤلین به د هغوی وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.