د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او تکړه ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو. د اړوند ډاکټرانو د راپور پر بنسټ، د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو پر مهال د نوموړي د ملا د L4 مهرې چپ اړخ کسر کړی دی چې د پوره درملنې سربېره لا هم له یادې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی. د دې له امله، د ډاکټر له سپارښتنې سره سم نوموړی لږ تر لږه څلور میاشتې له هر ډول سیالیو لېرې پاتې شي او په دې موده کې به تر درملنې لاندې وي.
باید وویل شي چې د نوموړي پر ځای ننګیال خروټی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی. د یادونې وړ ده چې د ملي لوبډلې بل تکړه ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن هم تر اوسه په یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون جوګه نه دی او د اړوند ډاکټر له سپارښتنې سره سم به د یوې مودې لپاره له یو ورځنیو سیالیو لېرې وي.