د کندز سیمه ییز مسؤلین وایي، چې د ولایت مقام په صحن کې یو جامع مسجد رسماً پرانستل شوی او د لمونځ کوونکو لپاره پرانیستل شوی دی.

د مسؤلینو په وینا، دغه مسجد د ۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت سره د دولت د رهبرۍ په مالي ملاتړ د کندز له والي لخوا جوړ شوی دی.

هغوی زیاتوي، چې د دې مسجد مساحت ۲۱۶ متره مربع دی او په یوه وخت کې ۳۲۰ لمونځ کوونکو ته ځای ورکوي.

باید وویل شي چې د دې مسجد د جوړولو کار یوازې په درې نیمو میاشتو کې بشپړ شوی دی.

Share.