د کندز ښار د لومړۍ ناحیې په خواجه مشهد ښارګوټي کې د پښو د کانکریټ ریزۍ کار چې د دغه ولایت له شاروالۍ څخه ترسره کیږي، په چټکۍ سره روان دی.

د کوڅو او د اوبو د لېږد سیستم جوړولو مرحلې بشپړولو وروسته، اوس د پښو د کانکریټ ریزۍ کار هم د وروستي پړاو ته رسیدلی دی. دغه پروژه چې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د کندز شاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه تمویل کیږي.

د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به د چاپېریال ککړتیا کمه شي او د ځای اوسیدونکو لپاره د ترانسپورتي سهولتونو او تګ راتګ وضعیت ښه شي.

Share.