د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معین مولوي صاحب قدرت الله جمال او مل پلاوی یې کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د طلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره لیدنه ترسره کړه.

پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال خبرې وکړې وویل، چې کندوز ولایت ته یې د سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوندو اداري شعبو له چارو څخه لیدنه، د پرمختګونو څخه راپور تر لاسه کول، مسؤلینو ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې مشورې وړاندیز کول او د نورو اسانتیاوو رامنځته کول دي، څو خدمتونه پراخ او خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته شي.

دغه‌راز د اطلاعاتو، ګرځندوی، فرهنګ او هنر او ځوانانو آمرینو په خپل وار سره خبرې وکړې کندوز ولايت ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معین صاحب ته ښه راغلاست وويل او د خپلو اړوندو شعبو فعالیتونه او لاسته راوړنې یې له ښاغلي مولوي صاحب جمال سره شریکې کړې.

ښاغلي جمال د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوندو امریتونو د مسولنیو خبرې واوریدلې او د حل کولو په موخه یې ډاډ ورکړ چې شته ستونزې به هوارې کړي.

هغه په خپلو خبرو کې د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې ددې ولایت رسنیزې او فرهنګي چارې مثبتې یادې کړې او زیاته یې کړه چې په‌دې برخه کې دې نورې هڅې هم ګړندۍ شي.

Share.