د ننګرهار کرنې ریاست رسنیو ته ویلي، چې د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مشر او د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د یاد پلاوي له غړو سره یوځای د استیناف محکمې له لوري استول شوې دوسیې وڅېړلې.
په دې دوسیو کې د زنګویي، لعلپورې، مومندري او غني خېلو ولسوالیو د ځمکو قضیې، د لعلپورې د ملاخېلو او سلطان خېلو کوچیانو موضوع، د ولسوالیو لخوا استول شوي د غاصبینو لېستونه، د کامې ولسوالۍ ځانګړې قضیې او نور مهم موارد شامل وو.
د کرنې ریاست رسنیز دفتر په وینا ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د محکمې له خوا استول شوې دوسیې دې اختصاصي محکمې ته واستول شي او د عدلیې رییس په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، څو د زنګویي ځمکو ستونزه له محکمې سره لا روښانه کړي.
همدارنګه، د غني خېلو، لعلپورې او مومندرې ولسوالیو د ځمکو د تخنیکي ارزونې لپاره پلاوي وټاکل شول، څو د سیمو ټول معلومات راټول، نیمګړتیاوې یې په نښه، مشخصات یې ثبت او د وروستي اجرآتو لپاره یې تخنیکي پلاوي ته وسپاري.
د کامې خاصې سیمې، لعلپورې ولسوالۍ د ملاخېلو او سلطان خېلو کوچیانو د ځمکو د قضیې د حل لپاره پرېکړه وشوه، چې مسوولین به ساحوي سفرونه ترسره او د غاصبینو وروستي لیستونه به د لا زیاتو معلوماتو لپاره ولسوالیو ته واستوي.