د کندز د زراعت ریاست مسولین وایي چې دا پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا تمویله شوې او د مسؤلینو او ځینو بزګرو په شتون کې پرانیستل شوه.

مولوي محراب الدین بلال ویلي چې د سربند د تکمیل وروسته به د څاردره ولسوالۍ په زرګونو جریب زراعتی ځمکې لاندې اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. هغه زیاته کړه چې دغه پروژه نه یوازې د زراعت محصولاتو ته وده ورکوي، بلکې د سیمه ییزو بزګرو لپاره د اوبو کمښت ستونزه هم کمه کړي.

هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د ګل‌باغ سربند پروژه به نه یوازې په زراعتی تولیداتو مثبت اغیزه وکړي، بلکې د دوه زره کسانو لپاره به په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کارموندنې فرصتونه هم رامنځته کړي.

د یادونې ده چې بزګر او د سیمې اوسیدونکي د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او وایي چې د هغې تکمیل به د هغوی په زراعتی او معیشتی وضعیت کې مثبت بدلون راولي.

Share.