د افغانستان کرکټ لوبغاړی محمد نبي، چې تېر کال یې ویلي وه، چې له دې سیالیو وروسته به له یو ورځنیو کرکټ لوبو سره مخه ښه کوي؛ خو اوس یې په یو ورځنیو لوبو کې له لوبو کولو خبر ورکړی دی.
نبي څرګنده کړې؛ هیله من دی، چې له خپل ۱۸ کلن زوی حسن عیسیخیل سره یوځای د افغانستان لپاره په لوبدله کې لوبه وکړي.
نبي له اتلانو جام مخکې د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي: “دا مې هیله ده او هیله من یم، چې مونږ یې تر سره کړو. هغه ډېر ښه کار کوي. “هغه یو سخت کاری دی او زه یې هڅوم، چې دې کار ته هڅه وکړي.”
د نبي زوی عیسیخیل د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړ او تر اوسه یې په ۱۶ شل اوریزو سیالیو کې ۴۲۶ منډې جوړې کړې دي.
نبي ډاډه دی، چې زوی به یې ډېر ژر د لویانو ملي لوبډلې ته لار ومومي.
د یادونې ده، چې د کرکټ مینهوال کولی شي په افغانستان کې د اتلانو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ پیل شي؛ له آریانا ټلویزیون او اوبپاڼې او نورو ټولنیزو پاڼو څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.