د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د ذې بانک رییس نور احمد آغا د روسیې یکاترینبورګ ته تللی، چې ” په مالي چارو کې سایبري امنیت” په اړه په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې، چې دا کنفرانس د کب له لومړۍ تر درېیمې/ د فبروري له نولسمې تر یوویشتمې پورې د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکټور استازو، څانګوالو (متخصصینو) او څېړونکو په ګډون ترسره شي.
د افغانستان بانک ويلي، چې په دې کنفرانس کې به د سایبري بریدونو سره د مبارزې د وړتیا لوړولو، د ډیجیټل بانکدارۍ د امنیت ساتلو او د نویو ټکنالوژیو لپاره د محافظتي چوکاټونو د پراختیا په اړه بحث وشي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.