د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د امریکا او روسیې لوړوپوړو چارواکو ترمنځ په سعودي عربستان کې نن سه‌شنبه، فبرورۍ ۱۸مه په رسمي توګه خبرې پیل شوې.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په یادو مخامخ خبرو کې د اوکراین استازی ګډون نه‌لري.

بل‌خوا پاریس پرون دوشنبه، د اوکراین جګړې په اړه د اروپايي هېوادونو د مشرانو کوربه وو.

په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې مشرانو له احتمالي سولې وروسته اوکراین ته د سوله‌ساتو ځواکونو پر لېږد او د اروپا د دفاعي پیاوړتیا ترڅنګ پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

په ورته مهال د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي بیا له عربي‌ متحده اماراتو وروسته ترکیې ته رسېدلی دی.

Share.