د احیاء او انکشاف دهاتو ریاست مسوولین وایي چې د حاجي محمد نعیم کلي په دشت ارچي ولسوالۍ کې د سولري سیستم په مرسته د اوبو رسولو شبکې جوړولو کار بشپړ شوی او اوس د استفادې لپاره پرانیستل شوی دی.

انجنیر امین الله تنویر، د احیاء او انکشاف دهاتو ریاست استازی، باختر خبري اژانس ته وویل: “د ۱۴۵ زره ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه د داکار خیریه موسسې تخنیکي همکارۍ سره د دې ریاست په څارنه او نظارت کې بشپړه او په کار واچول شوه.”

نوموړي زیاته کړه: “په دې پروژه کې د یوه کانکریټي ذخیرې جوړول، د ۱۶۱ کورونو ته د شیردهن نصب کول، سولر نصب کول او یوه څاه ایستل شامل دي، چې ټول کار یې نږدې یوه کال کې بشپړ شوی دی.”

مولوي عصمت الله اسامه، د دشت ارچي ولسوال، وویل: “د اسلامي امارت مسوولین د خلکو لپاره د خدمت ژمنه کوي او په دې لاره کې هره لحظه کار کوي.”

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په دې کلي کې نږدې ۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي او د پاکو څښاکو اوبو د نشتوالي له امله له زیاتو ستونزو سره مخ وې، چې د مختلفو ناروغیو لامل کیدې، خو د اوبو رسولو شبکې تطبیق سره به د دوی مشکلات حل شي.

هغوی همدارنګه د احیاء او انکشاف دهاتو ریاست او داکار خیریه موسسې مسوولینو څخه مننه وکړه او د دې پروژه په شان د عام المنفعه پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

دا هم ویل شوي چې د دې پروژې د پلي کولو پر مهال د سیمې ډیری اوسیدونکو ته د کار فرصتونه هم برابر شوي دي.

Share.