عبدالمجید صمیم، د فراه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس وایي چې د روان شمسي کال د پیل څخه تر اوسه، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو ۲۲۵ حقوقي ستونزې حل کړي او همدارنګه د فراه په ۲۷ جبري واده قضیو کې مخنیوی شوی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس ټینګار کوي چې جبري واده غیر شرعي او غیر قانوني دی او د تخلف کوونکو پر وړاندې قانوني اقدامات ترسره کیږي.

عبدالمجید صمیم زیاتوي چې د فراه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکي په مرکز او ولسوالیو کې د خطبو له لارې د جبري واده د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکوي.

Share.