سمونیار جمعه الدین خاکسار، د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند، وایي چې د دې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو مسلکي غل، چې د تېرو یو کال راهیسې یې د کندز په مرکز او نورو ۹ ولسوالیو کې د څارویو غلاوې کولې، نیولی دی.
نوموړی زیاتوي چې دغه کس به له غلا وروسته څاروي د امام صاحب ولسوالۍ په یوه سیمهییز کور کې حلالول او بیا به یې خلک ته خرڅول، خو امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې دی د غلا شویو څارویو سره یو ځای لاس په لاس ونیو.
د ده په وینا، نیول شوي غل په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۸۰ غواوې او نور څاروي غلا کړي دي.
لازمې پلټنې تر بشپړېدو وروسته، نیول شوی کس عدلي او قضايي ادارو ته سپارل کېږي.
همداراز، د امام صاحب ولسوالۍ د امنیه قوماندان له لوري غلا شوي څاروي بېرته خپلو اصلي مالکانو ته تسلیم شوي دي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.