سمونیار جمعه الدین خاکسار، د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند، وایي چې د خانآباد ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د تېرو اوو ورځو په لړ کې ۲۰ کسان د قمار وهلو په تور نیولي دي.
د ده په وینا، د کشفي راپورونو پر بنسټ، دا کسان، چې د خانآباد ولسوالۍ اوسېدونکي دي، په دوو بېلابېلو ځایونو کې قمار ته مصروف وو، چې د امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس ونیول شول.
نوموړی زیاتوي چې له نیول شویو کسانو ۱۳ تنه د شیخعلي سیمې او ۷ تنه د خواجه بولک سیمې اوسېدونکي دي.
امنیتي ځواکونو د دې کسانو د نیولو پر مهال نغدي پیسې او د قمار اړوند وسایل هم ضبط کړي دي.
چارواکي وایي چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.