د افغانستان برښنا شرکت رهبرۍ د لزوم ديد له مخې محترم ډاکټر جمعه ګل شمسي د کندز برښنا ریاست تجارتي مرستیال په توګه وټاکل شو .

د معرفي کېدو مراسم نن دوشنبه، د رمضان المبارک ۲۴مه ترسره شول ، په دغو مراسمو کې د کندز ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالمؤمن حمید، د افغانستان برښنا شرکت تجارتي رئیس محترم مفتي امیر عبدالله جهاند، د کندﺯ حوﺯوي برښنا ریاست اداري مرستیال محترم ملا ذبیح الله متوکل او ددې ریاست کارمندانو ګډون درلود.

د افغانستان برښنا شرکت تجارتي رئیس محترم مفتي امیر عبدالله جهاند د یادو مراسمو پر مهال وویل: د اسلامي نظام په چوکاټ کې خدمت کول عبادت دی، او باید په ګډه د برښنا شرکت د پرمختګ او چارو د ښه پر مخ بیولو لپاره خپلې دندې په مسؤلانه ډول ترسره کړو.

ديادونې وړده ډاکټر جمعه ګل شمسي تر دې وړاندې د کندز ولایت د خوړو او درملو ملي ادارې مسؤل په توګه د نده ترسره کړې ده ، چې په نوي ټاکنو کې ښاغلي شمسي د محترم محمد صادق امين پر ځاى ددې رياست تجارتي برخې لپاره د مرستيال په صفت وګمارل شو .

Share.