په کندز ولایت کې ٦٦ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان چې له دري میاشتو راهیسي د امنیه قومانداني له لوري په جوړشوي صحي کمپ کې د درملنې لپاره را ټول شوي وو د صحت یابۍ او پوره تعهد اخیستلو وروسته نن خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د سپارنې په دې غونډه کې امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزي مدیر ملاعبدالعزیز خیبر وايي چې له تیرو ٣ کلونو نه راپديخوا ۳۵۰۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ په دې کمپ کې صحت یابه شوي او وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

ښاغلی خیبر وايي، اوس مهال هم ٥٠٠ تنه روږدي کسان پدې کمپ کې تر درملنې لاندي دي.

دا په داسي حال کې ده چې یاد کمپ د شمال ختیځ زون په کچه رسمي کمپ ده چې د بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو روږدي هم په دې کمپ کې تر درملنې لاندې دي.

Share.