د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۱۱۱۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي. د مسوولینو په وینا، د ممپلیو د کښت د پراختیا او ترویج په موخه یې له کروندګرو سره اړینې مرستې کړې او د کښت په بېلابېلو پړاوونو کې یې ورته لازمې لارښوونې هم برابرې کړې دي. د کرنې ریاست وايي، د ممپلیو د کښت پراختیا به د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو لوړولو او د هغوی د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.

#ننګرهار#ممپلي#زراعت#ځمګه

Share.