د کندز مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب د آقتاش ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سپین‌ږیرو سره په کتنه کې د آقتاش برېښنا بند ته نږدې د لاسي کان‌کېندنې د فعالیتونو او د سړکونو د احتمالي تخریب په اړه خبرې کړې دي.

مرستیال والي د ستونزې د ارزونې او حل په موخه د ولایت مقام او اړوندو ادارو د استازو په ګډون د ګډ هیئت د ټاکلو خبر ورکړی، څو سیمې ته ولاړ شي او وضعیت له نږدې وڅېړي.

#کندز#ولایت مقام#قومي مشران#اقتاش#غونډه

Share.