آریانا افغان هوايي شرکت څرګنده کړی، چې د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د لیندۍ له لومړۍ به د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د دې شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدو سره به د کندهار د اوسېدونکو او سوداګرو لپاره د تګ راتګ آسانتیاوې ډېرې شي او مسافر به آسانۍ، ارزانه او خوندي سفر وکړي.
د آریانا افغان هوایي شرکه د څرګندونو له مخې، د دغو الوتنو پیل به د مسافرو د تګ راتګ د آسانتیا ترڅنګ د سوداګرۍ، پانګونې او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هم نوې فرصتونه برابر کړي.
مسافر کولی شي د دې لارې ټکټونه د آریانا له مرکزي دفتر، رسمي نمایندګیو، سیاحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د دې شرکت له غرفو ترلاسه کړي.
#کندهار #دوبۍ #آریاناافغانهواييشرکت #الوتنې
