د کندز ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست په ښاري او اطرافي ټکسي موټرو کې د مسافرو د خوندیتوب او د ټرانسپورټي فعالیتونو د اغېزمنې څارنې په موخه د GPS آلو د نصب لړۍ پیل کړې ده.

د یاد ریاست په وینا، د دې بهیر په بشپړېدو سره به د ټرانسپورټي وسایطو څارنه او د مسافرو خوندیتوب لا پیاوړی شي.

#کندز#ټکسي#اله#GPS# ترانسپورت

Share.