قاري ګل نبي انس، د کندز ښاروال، وايي چې د لویو غونډو د تالار د جوړېدو پروژه چې د کندز ښاروالۍ ملکیت دی، کار یې له وړاندې پیل شوی و او ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاروال د دې پروژې بشپړېدل د ښاروالۍ د مهمو لومړیتوبونو څخه وباله او ډاډ یې ورکړ چې دا به په هر صورت، په غوره او لوړ کیفیت سره ترسره شي.
ښاروال د کندز ښاروالۍ تخنیکي او فني مسئولینو ته څرګندې هدایتونه ورکړې، څو د پروژو د تطبیق مختلف پړاوونه پله په پله وڅاري او کنترول یې کړي، ترڅو پروژې په سم او معياري ډول پلی شي.
نوموړي د قرارداد شرکت ته ټینګار وکړ چې دوی مکلف دي، د طرحه شوي ډیزاین (تخنیکي اسنادو او د قرارداد موادو) مطابق، په صداقت او امانت سره عمل وکړي، ترڅو د بیت المال له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.