د ښار جوړونې او کور جوړولو وزارت ویلي، چې په نیمروز ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي توپографي سروی بشپړه شوې ده.
د وزارت د سروی او GIS رئیس ویلي چې د دغه وزارت تخنیکي او مسلکي ټیم دا سروی په بریالیتوب سره ترسره کړې ده.
همداراز، د نیمروز د ښار جوړونې رئیس ویلي چې په خاشرود ولسوالۍ کې لس زره جریبه ځمکه د ښارګوټي لپاره سروی شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د ښار جوړونې وزارت هڅه کوي د دایمي استوګنې کمېټې په چوکاټ کې، په هر ولایت کې د ښارګوټو د جوړولو لپاره مناسبه ځمکه برابره کړي.

Share.