د سمنګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نباتاتو د ساتنې لوی مدیریت پرون( چارشنبه د وري شلمه) د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زیان رسوونکو ملخانو پر وړاندې کمپاین پیل کړ.
د سمنګان ولایت د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې لوی مدیر ګلاب الدین غیاثي د ویلي؛ د سږ کال په عملیاتي پلان کې به ۸ زره هکتاره کرنیزه ځمکه او څړځایونه له زیان رسوونکو ملخانو څخه پاک شي.