د پاناما سواحلو ته نژدې په کارابین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د نسکورېدو په پېښه کې لږترلږه ۴ غیرقانوني کډوال مړه شوي او چارواکي وايي چې د دوو ورکو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د پاناما د عامه خوندیتوب وزارت پرون په یوه بیان کې وویل د دې کښتۍ په ۲۷ تنه سپرلۍ کې ډېری افغانان وو.

د بیان له مخې په مړو کې دوه ښځې، یو ماشوم او یو نارینه شامل دي.

دې وزارت ویلي چې د کال په دې موسم کې بده هوا د دې ډول پېښو باعث کېږي.

ډېری غیرقانوني کډوال امریکا ته د تلو لپاره د کولمبیا او پاناما ترمنځ په ځنګلونو له پوښلو خطرناکو لارو تېرېږي.

تېر کال له دې لارې له پنځه لکو زیات خلک تېر شوي وو چې د یوه مخکیني کال پرتله دوه ځلې زیاتوالی ښيي.

Share.