نن په کندوز ولايت کې د اصحاب الصفه له دارالایتام څخه د شمال ختیځ زون په کچه شاوخوا ۳۶ تنه د قرآنکریم له حفظ څخه فارغ او د فضیلت پګړۍ ور پهسر شوې.
دیني عالمانو د خپلو خبرو په لړ کې د اصحاب الصفه دارالایتام څخه تازه فارغ شویو حافظانو له ټولو پلرونو څخه غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه دې د عصري علومو ترڅنګ دیني مدارسو ته وهڅوي، ترڅو په راتلونکې کې هېواد او هېوادوالو ته د خدمت جوګه وګرځي.
په کندوز ولايت کې د اصحاب الصفه له دارالایتام څخه پهداسی حال کې ۳۶ تنه د قرآن عظیمالشان له دوه کلن حفظ څخه فارغ کېږي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې له ګڼو دیني مدارسو څخه په لسګونه تنه حافظان فارغ شوي او دغه لړۍ اوسمهال هم دوام لري.