افغان چارواکي وایي په کابل کې د چین سفیر ژمنه کړې چې افغان ځوانانو ته به تحصیلي بورسونه برابروي.
ارګ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي.
په بیان کې د ژاو شینګ په حواله راغلي چې هېواد یې افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون په بیلابیلو برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي.
د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره د چین سفیر همداراز د اقتصادي اړیکو په پراختیا او د مس عینک د کان په اړه هم خبرې کړي.
مولوي عبدالکبیر په حواله راغلي چې حکومت له چین څخه د لا زیاتو اقتصادي همکاریو تمه لري او ترې غواړي چې د افغانستان د لویو لارو، رېل پټلیو او نورو لویو پروژو کې پانګونه وکړي.