د پروان د والي وياند حکمت الله شميم وايي، بغلان ته له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له پروان څخه د ٣٠ ډاکټرانو په ګډون يوه روغتيايي ډله لېږل شوې ده.
د هغه په وينا، ټپيانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په درملو او طبي وسايلو سمبال شپږ امبولانسونه لېږل شوي دي.