د کانونو او پټرولیم وزارت له دوو شرکتونو سره د کابل ولایت د جګدلک د روبي او په هرات ولایت کې د باریت کانونو د استخراج تړون لاسلیک کړ.
د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، د دغو دوو کانونو ارزښت له دېرشو میلیونو ډالرو ډېر دی، چې د پنځلسو کلونو لپاره یې قرارداد شوی دی.