د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت نن (دوشنبه، د ثور ۲۴مه) ويلي، د بغلان، بدخشان او غور ولایتونو سېلاب‌ځپلو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو په موخه جلال آباد ښار شهید ادم خان (تالاشۍ) څلور لاري کې د درېیو ورځو لپاره خېمه درول شوې، څو هېوادوال له سېلاب‌ځپلو سره خپلې مرستې له دې لارې ترسره کړي.

سرچینې ويلي، دا خيمه به د يوې يوې ورځې لپاره په شينوارو او خوګياڼو ولسواليو کې هم ودرول شي.

Share.