د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد کندز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو، ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل سره وکتل او ژمنه یې وکړه، چې د کندز حوزوي روغتون به په عصري طبي وسایلو سمبال کړي.